ګڼو هېوادونو ته د پاکستان په پروازونو بندیز ولګېد

ګڼو هېوادونو ته د پاکستان په پروازونو بندیز ولګېد

وروسته له دې په پاکستان کې د سلګونو پيلوټانو د جعلي لایسنس درلودلو خبره رسوا شوه ګڼو هېوادونو خپل حریم ته پاکستانۍ الوتنې بندې کړي او په دې اړه یې د څېړنو او اصلاحاتو شرط اېښی دی. 

وړمه ورځ د اروپایي اتحادیې د هوایي خونديتوب ادارې اعلان وکړ چې تر راتلونکيو شپږو میاشتو پورې پاکستاني الوتکو ته د اروپا حریم ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېږي.

دا موضوع پر رسنیو او نړیواله صحنه هغه وخت توده شوه چې د کراچۍ په ښار کې د را غورځېدلې الوتکې په اړه څېړنو د دوه سوه یو شپېته پیلوټانو د جعلي سند خبره را بربنډه کړه. د کراچۍ د الوتکې د سقوط په پېښه کې ۹۷ تنه وژل شوي او بې سارې ویجاړی رامنځته شوی و. 

د پاکستان د پي آی اې هوایي چلند ویاند عبدالله حفیظ ویلي دي چې اروپا ته د دوی د پروازونو بندیز به نورو هغو هېوادونو ته د دوی سفرونه هم متاثر کړي چې الوتکي له له ممنوعه هېوادونو څخه ور تېرېږي.

ویل کېږي چې د پروازونو بندوالي، کرونا وایرس، او د ملخو حملې وار له مخه د پاکستان تولید او صادراتو ته پراخه زیان اړولی او دا هېواد دا مهال له سختو اقتصادي حالاتو سره مخ دی.

د پاکستان هېواد په جعلکارۍ کې نړیوال شهرت لري خو دا وروستۍ رسوایي یې بې سارې خطرناکه او د نه منلو ګڼل شوې ده.

  • 11 چنګاښ 1399